ناټو یو ځل بیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه ښودلې وایي، د امنیتي پېښو له امله هره ورځ خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونته کوروو نن پنشنبې د تلې ۱۰ مه په خپل ټوېټر لیکلي، هره میاشت د دې هېواد ډېری خلکو ته د امنیتي پېښو له امله مرګ ژوبله اوړي.
نوموړي زیاته کړې، چې ناټو د ملګرو ملتونو د سازمان ترڅنګ په امنیتي پېښو کې په لاس د جوړو شویو چاودېدونکو توکو کارول په سختو ټکو غندي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي ویلي، ټول افغانان اړتیا لري چې د سولې ګټې احساس کړي او په لیدلوري یې باور ولري.
د ناټو استازی پر داسې مهال دغه څرګندونې کوې، چې له یوې خوا قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې روانې دي او له بلې خو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې جګړو، چاودنو او وژنو زور اخیستی دی.
پرون په خوست کې چاودنې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې او تر هغې یوه ورځ وړاندې بیا په دایکنډي کې د سړک د غاړې ماین د ۱۴ تنو ژوند واخیست او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.
جمهورخبري آژانس:کابل