سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې خوست ولایت کې د یوې ماین چاودنې له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د چاودنه پرون چهارشنبې د تلې ۹ مه مازیګر مهال د خوست ښار د دوهمې حوزې اړوند مجاهد څلور لاري ته نېږدې رامنځ ته شوې.
د خوست د والي ویاند طالب منګل وايي، یو کس غوښتل یو ماین ولېږدوی، چې خپله ماین پرې چاودلی او ځای پر ځای یې وژلی دی.
د هغه په وینا په دغه چاودنه کې شږ ملکي وګړي هم ټپیان شوي، چې د درمنلې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:خوست