پخوانی طالب چارواکي مولوي عبدالسلام ضعیف وايي، دا چې په مخینیو مسئلو کې افغان حکومت ځان بې باوره کړی، نو ځکه طالبان اوربند ته غاړه نږدي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ضعیف په خپله تازه مرکه کې ویلي، افغان حکومت په اسانه د امریکا او طالبانو د هوکړې خبرې ونه منلې، نو اوس طالبان په دې باور دي، چې که اوربند وکړي، حکومت به یې د خبرو له منلو ډډه وکړي.
دغه پخوانی طالب چارواکي د زندانیانو د خلاصون مسلې ته اشاره کړې وایي، د زندانیانو په مسئله کې افغان حکومت ډېر خنډونه جوړ کړل.
نوموړی زیاتوي، همدې مسئلې طالبان د جګړو شدت ته اړ کړي او په دې باور دي چې هوکړې ته تر رسېدو وروسته به اوربند کوي.
د ښاغلي ضعیف په وینا طالبان اوس د پاکستان ملاتړ ته اړتیا نه لري، ځکه دغه ډلې په نړیواله کچه ځان مطرح کړی دی او له ګڼو هېوادونو سره د سیاسي اړیکو د لرلو په لټه کې دي.
مولوي عبدالسلام ضعیف پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د بین الافغاني خبرو له پیل سره سم، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، ناټو، د امنیت شورا، د اسلامي همکاریو سازمان او ګڼ شمېر نورو هېوادونو پر دواړو لورو غږ وکړ، چې تر هر څه وړاندې په اوربند توافق وکړي او جګړه ودروي.
خو د دغه غوښتنو سره سره نه یوازې چې تر اوسه اوربند نه دی شوی بلکې تاوتریخوالی لا زیات شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل