۰

اتمر او جواد ظریف پر افغان سوله خبرې کړې دي

پنجشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۳۷
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
اتمر او جواد ظریف پر افغان سوله خبرې کړې دي
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهو آژانس د خبر له مخې دغه تلېفوني خبرې پرون چهارشنبې د تلې ۹ مه شوې، چې په کې دواړو لور، د سولې په بین الافغاني خبرو او د جګړې پر پای ته رسېدو خبرې کړې ډی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ظریف ویلي، هېواد یې د بین الافغاني خبرو له روان بهیر نه ملاتړ کوي او د سولې په راوستو کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، د بین الافغاني خبرو پیل د افغان جګړې د ختمولو لپاره یو مهم ګام دی او ایران په ښه سترګه ورته ګوري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړي، چې ایران له افغان سولې سره همکاریو ته تیار دي او تمه لري چې بین الافغاني خبرې د اوږدې جګړې د دایمي پای سبب شي.

د یادونې ده، ایران تر دې وړاندې هم ویلي وو، له افغان سولې سره همکار دي او که اړتیا پېښه شي د بین الافغاني مذاکراتو کوربه توب هم کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي