۰
د پاکستان ولسمشر:

د افغان سولې بشپړ ملاتړ کوو ځکه موږ هم دغه جګړې زیانمن کړي یو

چهارشنبه ۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۹
د پاکستان ولسمشر عارف علوي هم د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکترعبدالله عبدالله سره کتلي دي.
د افغان سولې بشپړ ملاتړ کوو ځکه موږ هم دغه جګړې زیانمن کړي یو
د پاکستان ولسمشر عارف علوي هم د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکترعبدالله عبدالله سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله عبدالله چې په درې ورځني سفر پاکستان ته تللی، نن چهارشنبې د تلې ۹ مه له علوي سره کتلي او دواړو لورو د افغان سولې تر څنګ پر دوه اړخیزه اړیکو او د سیمې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

د پاکستان ولسمشر له ښاغلي عبدالله سره خبرو کې ټینګار کړي، چې هېواد یې د افغان سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته ژمن دی ځکه دغه جګړې پاکستان هم زیانمن کړی او سوله یې په ګټه ده.

علوي ویلي، هېواد یې له افغانستان سره په هر اړخیزه توګه همکاریو ته ژمن دی او په دې برخه کې به خپلې هڅې لا ډېرې کړي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، دوی د افغانانو تصمیم او ارادې ته درناوی لري او د همدوی په مشرۍ د سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته دوام ورکوي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي په یاده لیدنه کې هیله ښودلې چې د عبدالله په مشرۍ روانې هڅې به افغانستان تلپاتې سولې ته ورسوي.

د یادونې ده، چې عبدالله پرون د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او یو شمېر نورو چارواکو سره هم لیدلي دي.

د پاکستان د حکومت د معلوماتو پر اساس ښاغلی عبدالله به د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره هم وګوري، خو دا لیدنه به یې یو په یو وي.

عبدالله د پاکستان د استراتېژيکو مطالعاتو په مرکز کې و ویل، چې کابل له اسلام آباد سره د اړیکو جوړو نوی فصل غواړي نو پر دې اساس باید نور دغه هېواد د تکراري بیانیو او توطیو له تیوری تېر شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي