د کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د نظامي یونیفورم او البسې د یوې لویې زېرمې د کشف او تر لاسه کولو خبر ورکړی دی.
د جمهو آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن سه شنبې د تلې ۸ مه یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه زېرمه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې موندل شوې ده.
سرچینه زیاتوي، د جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په یاده سیمه کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نظامي یونیفورم او البسې یوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په یاده زېرمه کې: ۶۵ زره جوړې یونیفورم او ۴۵ زره جوړې عسکري بوټونه شامل دي چې له تېرو کلونو راهیسې د کابل ښار د نهمې حوزې په اړوند "ډسپېچري" سیمه کې په نهو څلوېښت فوټه کانتینرونو کې ځای پر ځای شوي وو.
د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو تر اوسه څوک ندي نیول شوي، خو د نیولو لپاره یې د پولیسو هڅې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل