د افغان حکومت د کابینې د پرېکړې سره سم به سر له راتلونکې شنبې په مرکز او ولایتونو کې د ټولو دولتي ښوونځیو پاتې ټولګي هم په حضوري ډول خپل درسونه پیل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشر غني په مشرۍ د کابینې غونډه پرون دوشنبې د تلي ۷ مه شوې او په کې دا پرېکړه شوې ده.
د ارګ خبرپاڼه وايي، کابینې د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو د غوښتنو پر اساس، له راتلونکې شنبې ورځې (۱۲/۷/۱۳۹۹) په مرکز او ولایتونو کې په حضوري ډول د دولتي ښوونځیو د پاتې ټولګیو (له لومړي تر لسم پورې) د پیل غوښتنه هم تصویب کړه.
بل خوا د کابینې په دغه غونډه کې د کورنا وضعیت د څرنګوالي او خطر په اړه هم خبرې شوې او د عامې روغتیا وزارت د راپور د تایید تر څنګ یې دا وزارت موظف کړ چې په ژمي کې د کرونا ویروس د دویمې احتمالي څپې د خپرېدو، عملي تحلیل او د موجود او اړتیا وړ انفلونزا واکسین د مقدار په اړه راپور ترتیب کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل