۰

حکومت: د طالبانو بریدونو له امریکا سره د کړې ژمنې خلاف دي

سی شنبه ۸ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۶
افغان حکومت وايي، د طالبانو له خوا وروستي بریدونه د هغه هوکړې خلاف دي، چې طالبانو له امریکا سره کړې ده.
حکومت: د طالبانو بریدونو له امریکا سره د کړې ژمنې خلاف دي
افغان حکومت وايي، د طالبانو له خوا وروستي بریدونه د هغه هوکړې خلاف دي، چې طالبانو له امریکا سره کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د ولسمشر غني په مشرۍ د افغان حکومت کابینې په پرونۍ ناسته کې کړې ده.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کابینې غونډه پرون دوشنبې د تلې ۷ مه جوړه شوې وه په کې و ویل شول، چې د هېواد پر امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکي وګړو د طالبانو بریدونه د امریکا او طالبانو ډلې ترمنځ د دوحې تړون خلاف دي.
 
افغان کابینې به هې،اد کې تلپاتې او باعزته سولې ته د رسېدو لپاره چې په وینا یې د افغانانو غوښتنه ده اوربند اړین وباله.
 
‎ د کابینې غړو د سولې مذاکراتو د پیل لپاره د سیمه ییزې او بین المللي اجماع رامنځته کولو ستایلي او له مرکزي اسیا سره د همغږۍ په رامنځته کولو د ټینګار ترڅنګ پر ناګورنو قره باغ سیمې د اذربایجان اوارمنستان شخړې ته په اشارې د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې هرکلی وشو.


همداراز د کابینې غړو د ولایتونو متوازن انکشاف، ظرفیت او د پروژو اقتصادي تحلیل ته په کتو د لګښتونو اغېزمنتیا، د عوایدو زیاتوالي او د ودې پر بنسټ د ولایتونو نوې طبقه بندۍ ته په پام د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې پر ترتیب ټینګار وکړ.
 
دغه راز د امنیتي میثاق تطبیق د څرنګوالي او لاسته راوړنو او په بېلابېلو برخو کې د امنیتي میثاق د تطبیق ساحې ته په پام د جنایي جرمونو د کموالي او دولتي ادارو سره په همغږۍ له ټولنیزو کوچنیو جوړښتونو څخه په استفادې د جنایي جرمونو د تورنو د نوملړ پر برابولو او کورنیو چارو وزارت ته د سپارلو په اړه هم معلومات وړاندې شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي