۰

طالبانو بامیانو کې ۹ سرتېري وژلي دي

دوشنبه ۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۳
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې وسله والو طالبانو بامیانو ولایت کې ۱۲ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو بامیانو کې ۹ سرتېري وژلي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې وسله والو طالبانو بامیانو ولایت کې ۱۲ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان سرتېرو ته دغه مرګ ژوبله د بامیان ولایت د شیبر ولسوالۍ باغک کلي کې اوښتې ده.

د بامیانو د پولیسو ویاند محمد رضا یوسفي وایي، طالبانو د باغک په کلي کې د افغان سرتېرو پر یوه پوسته ډلیز برید کړی دی.

نوموړی زیاتوي، چې د طالبانو په برید کې ۹ سرتېري وژل شوي، دوه تنه ټپیان او یو تن یې هم طالبانو برمته کړی دی.

د بامیانو د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، د افغان پوځیانو په ځوابیه برید کې طالبان له سیمې تښتېدلي دي، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نشته.

طالبانو هم منلې، چې په شیبر کې یې پر امنیتي پوسته برید کړی او ګڼو افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهورخبري آژانس:بامیان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي