۰

ډاکتر عبدالله به د پاکستان د پوځ له مشر سره ځانګړې لیدنه ولري

دوشنبه ۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۱
د پاکستاني حکومت د معلوماتو پر اساس ټاکل شوې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله به د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره یو په یو خبرې وکړي.
ډاکتر عبدالله به د پاکستان د پوځ له مشر سره ځانګړې لیدنه ولري
د پاکستاني حکومت د معلوماتو پر اساس ټاکل شوې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله به د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره یو په یو خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله نن دوشنبې د تلې ۷ مه د یوه ۵۳ کسیزه پلاوی په مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته ورسېده.

پاکستان ته د عبدالله د سفر موخه په افغانستان کې د دایمي سولې د راتګ په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.

عبدالله عبدالله به د دې درې ورځني سفر په لړ کې د پاکستان له لومړي وزیرعمران خان، د پاکستان له ولسمشرعارف علوي، د استازو مجلس او سنا له مشرانو، د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه او نورو پاکستاني چارواکو سره وګوري.

خو د پاکستان د حکومت له خوا په خپاره شوي لېست کې راغلي، چې ښاغلی عبدالله به د جنرال قمر جاوید باجوه سره یو په یو وګوري او خبرې به وکړي.

دغه لیدنه د یاد هېواد په راولپنډۍ ښار کې د لوی درستیز په دفتر کې تر سره کېږي.

عبدالله عبدالله تر اوسه په دې هکله له خپل اړخه معلومات نه دي ورکړي چې دې ځای ته به لاړ شي او که نه؟

باید وویل شي چې ولسمشر اشرف غني څو کاله وړاندې د پاکستان د پوځ مرکز جي ایچ کیو ته تللی و چې د افغانانو له سختو نیوکو سره مخامخ شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي