نشنل انټرسټ نشریې په یوه مقاله کې لیکلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې شوې هوکړه تش په نامه ده، ځکه جګړه کې هېڅ کمی نه دی راغلی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نشریې ویلي، پر دغه هوکړه ټرمپ یوازې د خپلو سرتېرو د ایستلو لپاره لار جوړه کړې ده.
نشریه لیکي، د طالبانو سره د هوکړې تر شا د ټرمپ موخې تر ډېره اقتصادي وې او له امنیتي مسایلو سره یې دومره خواخوږي نه لري.
په مقاله کې راغلي، ټرمپ یوازې غواړي د افغان جګړې کلنی پنځوس میلیارده ډالر لګښت له خپلو اوږو لرې کړي او تر څنګ یې خپله هغه ژمنه پوره کړي چې ویل یې د امریکا ناپایه جګړې به پای ته رسوي.
دغه راز په مقاله کې ویل شوي، چې د دوحې هوکړې په لاسلیک جګړې نه دي کمې شوي، هره ورځ په افغانستان کې خونړۍ نښتې کېږي نو له همدې امله د طالبانو او امریکا هوکړه تش په نامه او دغه راز د ټرمپ لپاره د خټو پوزه وه، څو خپل سرتېري له افغانستان وباسي.
جمهورخبري آژانس:کابل