د کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې یې د چاودېدونکو توکو ډک مازدا موټر له موټر چلوونکي سره یو ځای نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د تلې ۶ مه یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه موټر تېره شپه د کابل ښار په نهمه ناحیه کې نیول شوی دی.
سرچینه وايي، په نیول شوي مازدا موټر کې ۴ ټنه امونیم نایتریت ځای پر ځای شوي و، چې وسله وال مخالفین یې په بمي چاودنو کې کاروي.
د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې د یادو موادو په تړاو یې موټر چلوونکی هم نیولی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل