۰
ناټو او اروپايي ټولنه:

د افغانستان د دوامداره ثبات لپاره به مو همکاري دوام ولري

یکشنبه ۶ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۶
په افغانستان کې د ناټو اورپايي ټولنې استازو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان له دوامداره ثبات څخه به د دوی همکاري دوام ولري.
د افغانستان د دوامداره ثبات لپاره به مو همکاري دوام ولري
په افغانستان کې د ناټو اورپايي ټولنې استازو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان له دوامداره ثبات څخه به د دوی همکاري دوام ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتېکورو او د اروپايي ټولنې سفیر دغه څرګندونې په جلا ټوېټونو کې کړې دي.

افغانستان کې د ناټو ملکي استازی ستیفانو پونتېکورو پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د افغانستان د دوامداره ثبات د ملاتړ لپاره به د ناټو او اروپایي ټولنې همکارۍ دوام پیدا کړي.

بل خوا کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر بیا په جلا ټویټ کې ویلي، دوی په افغانستان کې له ناټو سره یوځای د پياوړو ملکي پولیسو جوړولو ته کار کوي.

د یادونې ده، چې یادو استازو دغه څرګندونې پرون کابل کې تر یوې ګډې ناستې وروسته کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي