۰

د کاپیسا د یوې وکیلې ورور او ساتونکو پر دوه ښځو ډلیز جنسي تېری کړی

یکشنبه ۶ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۶
راپورونه وايي، ولسي جرګه کې د کاپیسا ولایت د یوې غړې ورور او ساتونکو پر دوه ښځو ډلیز جنسي تېری کړی دی.
د کاپیسا د یوې وکیلې ورور او ساتونکو پر دوه ښځو ډلیز جنسي تېری کړی
راپورونه وايي، ولسي جرګه کې د کاپیسا ولایت د یوې غړې ورور او ساتونکو پر دوه ښځو ډلیز جنسي تېری کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه وړمه شپه د کاپيسا ولایت د حصه دو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

راپورونه وايي، دغه ښځې یوه د کاپيسا ولایت او بله یې د کابل ولایت څخه دغه سیمې ته چکر ته ورغلې وې، چې ډلیز جنسي تېری پرې شوی دی.

د راپورونو د معلوماتو له مخې تېري کوونکي ټول ۱۲ تنه دي، چې یو یې په ولسي جرګه کې د کاپیسا ولایت د وکیلې خدیجه الهام ورور او ۱۱ تنه یې ساتونکي دي.

سرچینې زیاته کړې، وسله والو دا مېرمنې تر جنسي تېري وروسته د شپې له کوره ایستلي چې اوسمهال له پولیسو سره دي.

ویل کېږي یاد کسان له سیمې تښتېدلي خو پولیسو یې د نیولو پلټنې پیل کړې دي.

د کاپيسا د ښځو چارو ریاست یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، پولیسو د دې پېښې په تړاو شپږ وسله وال کسان نیولي دي.

خو بل خوا وکیلې خدیجې الهام بیا په دې پېښه کې د خپل ورور او ساتونکو لاس لرل په کلکه رد کړي او دا کار یې د دې د فعالیتونو پر وړاندې د خپلو سیاسي رقیبانو جوړه شوې دسیسه بللې ده.

د یادونې ده، چې تر دې څو ورځې وړاندې په کندهار کې پر یوه ۱۳ کلن ماشوم د ۷ تنو پولیسو او یوه ملکي وګړي له خوا ډلیز جنسي تېری شوی و، چې ماشوم په روغتون کې ساه ورکړه او د پېښې عاملین د کورنیو چارو وزارت له خوا ونیول شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي