۰
خلیلزاد:

ډېر ژر به د تاوتریخوالي د کمښت او اوربند لپاره هڅې پیل کړو

شنبی ۵ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۹
په داسې حال کې، چې په قطر کې د سولې د خبرو له پیل سره سم افغانستان کې جګړ زور اخیستی، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي زلمی خلیلزاد وایي، ډېر ژر به د تاوتریخوالي د کمولو او اوربند لپاره هڅې پیل کړي.
ډېر ژر به د تاوتریخوالي د کمښت او اوربند لپاره هڅې پیل کړو
په داسې حال کې، چې په قطر کې د سولې د خبرو له پیل سره سم افغانستان کې جګړ زور اخیستی، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي زلمی خلیلزاد وایي، ډېر ژر به د تاوتریخوالي د کمولو او اوربند لپاره هڅې پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په تازه مرکه کې ویلي، په افغانستان کې اوسنی روان تاوتریخوالي د جدي اندېښنې وړ او نور د منلو نه دی.

نوموړي زیاته کړې له همدې امله به به رسمي هڅې پیل کړي چې طالبان او افغان حکومت د تاوتریخوالي کمولو ته وهڅوي او اوربند وکړي.

خلیلزاد وايي، د افغان جګړې د پای لپاره ښکاره نېټه نه شي ټاکلی خو پوره هڅه یې روانه کړې چې روانه جګړه له ټولو ممکنه لارو په افغانستان کې پای ته ورسېږي.

د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړې، د سولې راتګ او اوربند د افغانانو تر ټولو مهمه غوښتنه ده او ښکېلو لورو ته په کار ده چې د خپلو خلکو دې غوښتنې ته درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوه اونیو راهیسې د قطر پلازمنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې روانې دي خو تر اوسه هم د کاري اصولو او اجنډا پر ټاکلو نه دی بریالي شوي.

د دواړو مرکچي پلاویو د تماس ډلو څو ځلې ګډې ناستې کړې، تر چې کړنلاره او اجنډا وټاکي، خو هره یوه ناسته یې بې پایلې پای ته رسېدلې ده.

د افغان حکومت مرکچي پلاوی لومړی په اوربند ټینګار کوي، خو وسله وال طالبان وايي، لومړی باید د جګړې پر عواملو خبرې وشوي او وروسته پر نورو موضوعاتو.

د دې تر څنګ د سني او جعفریه مذهب پر سر د بحثونو راپورته کېدل، هغه څه دي، چې د سولې خبرو د اصولو او اجنډا جوړلو مخه یې نیولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي