۰

د سارک سازمان غړو هېوادونو د بین الاافغاني خبرو هرکلی کړی

شنبی ۵ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۸
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سارک سازمان غړو هېوادونو په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو هرکلی وکړ.
د سارک سازمان غړو هېوادونو د بین الاافغاني خبرو هرکلی کړی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سارک سازمان غړو هېوادونو په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو هرکلی وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې سربېره د سارک سازمان غړو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره غېر رسمي آنلاین ناسته کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي،په دې ناسته کې د سارک سازمان غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د روانو بین الافغاني خبرو هرکلی کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي، په دې ویډیوي ناسته کې د سولې پروسې د بريا لپاره د سیمه ییزې اجماع پر اهمیت هم ټینګار شوی.

خبرپاڼه وايي، حنیف اتمر او د یاد سازمان د غړو هېوادونو وزیرانو په کورونا وبا، د سوداګرۍ برخه کې پر اسانتیاوو او په ځيني نورو موضوعاتو هم خبرې کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، ښاغلي اتمر د سیمې له هېوادونو غوښتي څو طالبان بشري اوربند ته وهڅوي او په دې برخه کې د افغان حکومت ملاتړ وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر ویلي، بشري اوربند سره به اړوندې دولتي ادارې وکولی شي چې اغیزمن شویو ټولنو ته روغتیايي خدمات ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي