۰

میدان وردګ ته د طالبانو د احتمالي بریدونو مخنیوي لپاره کمانډو لېږل شوي

شنبی ۵ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۳
ملي دفاع وزارت میدان وردګو ولایت ته د طالبانو د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره تازه دمه کمانډو ځواکونه استولي دي.
میدان وردګ ته د طالبانو د احتمالي بریدونو مخنیوي لپاره کمانډو لېږل شوي
ملي دفاع وزارت میدان وردګو ولایت ته د طالبانو د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره تازه دمه کمانډو ځواکونه استولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت پرون جمعه د تلې ۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه سرتېري په مرکز میدان ښار او ولسوالیو کې ځای پر ځای شوی دي.

خبرپاڼه کې راغلي، د دغه امنیتي تدابېرو په لړ کې په میدان وردګ کې نوي امنیتي پوستې او بیزونه جوړ شوي او د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې ده.

تازه دمه افغان کمانډو ځواکونه پر داسې مهال په میدان وردګ ولایت کې ځای پر ځای کیږي چې په دې وروستیو کې د سولې خبرو له پیلېدو سره هم مهاله د چارواکو په وینا وسله والو طالبانو بریدونه زیات کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي