د لوړو زده کړو وزارت د ۱۳۹۹کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې، چې د سږ کال د کانکور لومړی مقام هم یوې نجلۍ خپل کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ۱۳۹۹ کال د کانکور پایلې نن پنشنبې د تلې ۳ مه د یوې غونډې په ترڅ کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا اعلان شوې.
د لوړو زده کړو وزارت د کانکور د ملي ادارې رییس عبدالقدیر خموش و ویل، چې سږ کال کابو ۲ سوه زره کسانو د کانکور په ازموینه کې ګډون کړی وو، چې تر ۳ زره یې کم ناکام او کابو ۱۹۷ دولتي او خصوصي لوړو زده کړو ته لار موندلې ده.
د کانکور د کمېتې د معلوماتو له مخې د سږ کال د کانکور عمومي اول نومره شمسیه د محمد نسیم لور د کابل ولایت څخه ده، چې د ۳۵۳.۱۸۵ نمرو په اخستلو سره د کابل طب پوهنځۍ ته بریالی شوی ده.
دغه راز د سږ کال د کانکور دوهم نومره بیا نعمت الله د محفظ الله زوی چې دی هم د کابل ولایت دی د ۳۵۳.۱۳۳ نمرو په اخیسو سره د کابل طب پوهنۍ ته بریالی شوی.
دغه راز یاد وزارت تر لسم نمره پورې د کانکور د بریالیو کسانو نمرې اعلان کړې او د نورو په اړه یې و ویل، چې د وزارت په ویب پاڼه کې شته او ټول ګډونوال یې کولی شي له هغه ځایه معلومات تر سره کړي.
په دغه مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ډاکتر عباس بصیر و ویل، چې د درېیم نمره پورې به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې بریالیو کسانو ته ۱۲۲ تحصلي بورسیې هم ورکړي.
هغه د کمیت له مخې د په کانکور کې د ګډونوالو له زیات شرکت څخه خوښي وشوده خو ټینګار یې وکړ، چې باید پر کیفیت هم کار وشي.
نوموړي د کانکور پروسه تر دې حده شفافه او رڼه وبلله، چې په وینا یې خپله ده ونه شوای کولی د یوه کس د نمرو په اړه معلومات تر لاسه کړي.
جمهورخبری آژانس:محمد رقیب فیاض