د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضایوف وايي، ملګري ملتونه دې له افغانستان سره د دایمي سولې ته د رسېدو او پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي میرضایوف چې د ملګرو ملتونو ۷۵ عمومي اسمبلې ته وینا کوله ویلي،افغانستان د مرکزي اسیا له مهمو هېوادونو دی او د دغه هېواد ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی.
د ازبکستان ولسمشر ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو سازمان باید په افغانستان کې له دایمي پرمختګ، سولې او په دغه هېواد کې دې د دایمي ثبات له راتګ سره پوره همکاري وکړي.
هغه وایي دوی له افغانستان سره ښې اړیکې لري او د مرکزي اسیا هېوادونو په ګڼو غونډو کې د افغانستان له پرمختګ او امنیت سره پر همکارۍ ټینګار کړی دی
د ازبکستان ولسمشر دغه راز پر نړیوالو غږ کړی چې په نږدې همکاریو او د سولې له پروسې په ملاتړ افغانان دایمي ثبات او سولې ته ورسوي.
جمهورخبري آژانس:کابل