۰

د اروزګان چارواکي: طالبانو ۲۸ تسلیم شوي پولیس وژلي

پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۵
د اروزګان ولایت سیمه ییز چارواکي ادعا کوي، چې وسله والو طالبانو ۲۸ تسلیم شوي پولیس سرتېري وژلي دي.
د اروزګان چارواکي: طالبانو ۲۸ تسلیم شوي پولیس وژلي
د اروزګان ولایت سیمه ییز چارواکي ادعا کوي، چې وسله والو طالبانو ۲۸ تسلیم شوي پولیس سرتېري وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي وایي، طالبانو دغه سرتېري تېره شپه په ګیزاب ولسوالۍ کې وژلي او مړي یې نن قومي مشرانو ته سپارل شوي دي.

د اروزګان د والي ویاند زړګی عبادي وايي، ۲۸ سرتېري په ګیزاب ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي وو، خو هغوی تر تسلیمۍ وروسته ټول وژلي دي.

د هغه په وینا طالبانو دغه سرتېرو ته ژمنه ورکړې وه، چې که ورته تسلیم شي، وسلې او مهمات به ترې واخلي خو دوی به روغ رمټ تر خپلو کورونو ورسوي.

خو په وینا یې طالبانو په خپله ژمنه وفا نه ده کړې او کله چې سرتېري ورته تسلیم شوي نو ټول یې وژلي، چې جسدونه یې د ولسي مشرانو په منځګړیتوب حکومتي مسوولینو تر لاسه کړي او نن سهار خاورو ته سپارل شوي دي.

طالبانو په ګیزاب کې جګړه تایید کړې وایي، په مخامخ جګړه کې یې ګڼ شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې، خو په دې اړه چې تسلیم شوي سرتېري یې وژلي څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې ګیزاب ولسوالي له تېرو ۲ اونیو راهیسې د طالبانو کلابندۍ کې ده، چې لاهم د ولسوالۍ په مرکز کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې دوام لري.

جمهورخبري آژانس:اروزګان
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي