ولسمشرغني د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته:

سوله اوربند مو لومړیتوب دی، سیمه کې د ترهګرو مرکزونه باید له منځه یووړل شي

3 میزان 1399 ساعت 9:09

افغان ولسمشر غني د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د وینا پر مهال یو ځل بیا پر اوربند ټینګار کړی وايي، سولې او اوربند یې د چارو لومړیتوب دی.


افغان ولسمشر غني د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د وینا پر مهال یو ځل بیا پر اوربند ټینګار کړی وايي، سولې او اوربند یې د چارو لومړیتوب دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني، چې تېره شپه د ویډیويي کنفرانس له لارې دغه غونډې ته وینا کوله و ویلو چې افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ دی خو تر ټولو لومړیتوب یې اوربند او سوله ده.

ولسمشر غني له افغان سولې د ملګرو ملتونو ملاتړ مهم بللی دی او په خبره یې دغه سازمان باید په روانو کړکېچنو حالاتو کې د افغانستان لاسنیوی وکړي.

نوموړي په سیمه کې د ترهګرو مرکزونو ته په اشارې ویلي، د یوه با ثباته افغانستان لپاره باید په سیمه کې د ترهګرو او ترهګریزو فعالیتونو رېښې له منځه لاړې شي او پر وړاندې یې باید اقدام وشي.

ښاغلی غني وایي، دوی په افغانستان کې د یوه پیاوړي حکومت د جوړولو او له ناخوالو د راتلونکي نسل د ژغورلو لپاره هلې ځلې کوي او په دې برخه کې د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

هغه  و ویل«په داسې حال کې، چې زموږ مذاکراتي ټیم په دوحه کې د طالبانو سره خبرې کوي، د ملګرو ملتونو، زموږ د نړیوالو شریکانو او متحدینو رول خورا مهم دی، په دې خبرو کې روښانه او عاجل لومړیتوب اوربند دی، تاوترخیوالي باید په فوري توګه ښکته شي او دا کار موږ ته تر هڅه د مخته تګ اجازه راکوي.

افغان ولسمشر د سولې پروسه یو مهم پرمختګ بولي خو تمه لري چې په دوحه کې روانې خبرې په افغانستان کې د اوربند او جګړو د کمېدو سبب شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 131866

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131866/

جمهور
  https://www.jomhornews.com