۰
دوحه کې د سولې خبرې:

دواړو لورو ګډه ناسته کړې، خو کوم توافق ته نه دي رسېدلي

پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۱
د قطر پلازمېنه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو د تماس ډلو تر منځ غونډه شوې، خو له کومې مثبتې پایلې پرته سر ته رسېدلې ده.
دواړو لورو ګډه ناسته کړې، خو کوم توافق ته نه دي رسېدلي
د قطر پلازمېنه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو د تماس ډلو تر منځ غونډه شوې، خو له کومې مثبتې پایلې پرته سر ته رسېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دواړو لورو د تماس ډلې پرون چهارشنبې د تلې ۲ مه د کړنلارې او اجنډا د ټاکلو پر سره سره جرګه شوې خو توافق ته نه دي رسېدلي.

د تماس ډلو دوه ځلې ناسته کړې، چې د دواړو لورو له خوا تایید شوې هم ده، خو وايي لا هم ځینې اختلافي موارد شته چې په اړه به یې بیا ناسته وکړي.

د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړی مولوي عطاالله لودین وايي، دواړه لوري په ۱۰ مواردو کې توافق ته رسېدلي، خو دوه اختلافي ټکي لا هم شته، چې د حل لپاره یې هڅې روانې دي.

په ورته وخت د طالبانو د قطر دفتر ویاند نعیم وردګ هم تاییدوي، چې د تماس ډلو پرون مازیګر ګډه غونډه درلوده، چې په کې د راتلونکو غونډو د کړنلارې او اجندا په اړه په کې خبرې وشوې.

نوموړي ویلي تمه ده، چې په راتلونکو ناستو کې اختلافي ټکي حل او دواړه لوري پرې یوه توافق ته ورسېږي، تر څو عمومي غونډې پیل شي.

د یادونې ده، چې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلایو تر منخ خبرې کابو ۱۳ ورځې وړاندې پیل شوې خو تر اوسه پر کړنلاره او اجنډا توافق ته نه دي رسېدلي.

ویل کېږي افغان پلاوی د خبرو په اجنډا کې د اوربند پر سر خبرو ته لومړیتوب ورکوي، خو طالبان وايي، لومړی باید د جګړې پر عواملو خبرې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي