۰

کونړ کې ۱۲ تنو ملکي وګړو او افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۲
سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د دوه جلا امنیتي پېښو له امله د ملي اردو د سرتېرو په ګډون ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کونړ کې ۱۲ تنو ملکي وګړو او افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د دوه جلا امنیتي پېښو له امله د ملي اردو د سرتېرو په ګډون ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړه پېښې پرون سه شنبې د تلې اوله د کونړ ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي، د غازي آباد ولسوالۍ په جلا سیمه کې طالبانو د افغان پوځ په یوه مرکز برید کړی، چې یو پوځي یې وژلی او دوه نور یې تپیان کړي دي.

د هغه په وینا په همدې ورځ د یادې ولسوالۍ په یوه کور کې د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي دي.

خو د کونړ روغتیايي چارواکي وايي، دوی ته د یوه سرتېري جسد او ۱۰ ټپیان وروړل شوي، چې اته تنه یې ملکي وګړي ښځې او ماشومان دي.

تر اوسه د دغه بریدونو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي