۰

ټرمپ: د افغان جګړې پر ختمولو بوخت یو

چهارشنبه ۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۶
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې ۷۵ مې ناستې ته د وینا پر مهال ویلي، دوی په افغانستان کې د روانې جګړې پر ختمولو بوخت دي.
ټرمپ: د افغان جګړې پر ختمولو بوخت یو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې ۷۵ مې ناستې ته د وینا پر مهال ویلي، دوی په افغانستان کې د روانې جګړې پر ختمولو بوخت دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ ویلي، ډېر ژر به له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي او په دغه هېواد کې به د امریکا اوږده جګړه پای ته ورسوي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې، چې دوی په ټوله نړۍ کې د سولې غوښتونکي دي، خو په وینا یې په دې برخه کې له ځواکمن دریځ خبري کوي.

ټرمپ وايي، په فغانستان کې د روانې جګړې پر ختمولو بوخت دي او هڅه کوي، څو په دغه هې،اد کې د مذاکراتو له لارې یو توافق رامنځ ته شي.

د امریکا ولسمشر دا خبرې پر داسې مهال کوي، چې همدا اوس په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي