افغان ولسمشر غني یو ځل بیا د سیمې پر هېوادونو او نړیوالو غږ کړي، چې طالبان د تاوتریخوالي پای ته رسولو او اوربند ته وهڅوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون سه شنبې د تلې اوله د افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي لیو جیان سره کتنه کې کړې دي.
ارګ وايي، په دغه کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې پروسې او د سیمې په روانو حالاتو خبرې وکړي.
ښاغلي غني ویلي، د طالبانو تاوتریخوالی هېڅ مشروعت نه لري او د سولې په برخه کې هر ډول پرمختګ د طالبانو په اعمالو پورې اړه لري.
ولسمشر یو ځل بیا زیاته کړې، چې د افغانستان ستونزه د جګړې له لارې حل نه لري، نو ځکه طالبان باید له تاوتریخوالي لاس واخلي، اوربند وکړي.
نوموړي اوربند ته په اشارې ویلي، مهمه ده، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه د اوربند مفهوم درک کړي او طالبان وهڅوي، چې د اوربند په اړه د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني.
ښاغلي غني د خپلو خبرو پر دوام د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې د تلپاتې سولې لپاره د سیمهییزې اجماع پیاوړتیا اړینه ده.
په ورته وخت د چین ځانګړي استازي لیو په یاده لیدنه کې ویلي، افغانستان ته یې د سفر موخه دا ده چې د وروستیو تحولاتو په اړه د افغان دولت نظر واوري.
نوموړي د سولې روانو مذاکراتو ته په اشارې زیاته کړې چې افغان سوله حساس پړاو ته رسېدلې او چین په دې برخه کې د افغانستان له اقداماتو ملاتړ کوي.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ویلي، هېواد یې د افغان سولې، انکشاف او د سیمه ییزو همکاریو تګلارې ملاتړ کوي او هیله لري چې ټول اړخونه له دغه فرصت څخه سالمه ګټه پورته کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل