۰

غزني کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۷ پولیس وژلي دي

چهارشنبه ۲ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۳
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې غزني ولایت کې پولیسو پر رنجر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه کې ماین چاودنه شوې ده.
غزني کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۷ پولیس وژلي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې غزني ولایت کې پولیسو پر رنجر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه کې ماین چاودنه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون سه شنبې د تلې اوله د غزني د مرکز اړوند د روضې کوتل په سیمه کې د پولیسو په رنجر موتر شوې ده.

د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند احمدخان سیرت وايي، چاودنه مازیګر شاوخوا څلور بجې شوې، چې له امله یې څلور پولیس وژل شوي دي.

خو په ورته وخت کې د غزني د ملکي روغتون چارواکي وايي، د پېښې له ځایه دوی ته ۷ مړي وروړل شوي، چې ټول نظامیان دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي