د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون یو ځل بیا ویلي، چې د نومبر میاشتې تر پای پورې به له افغانستان څخه خپل یو شمېر ځواکونه وباسي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پنټاګون په خبرپاڼه کې راغلي، امریکا پلان کې لري، چې د نومبر تر پای پورې افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر پنځه زره راکم کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د ولسمشر ټرمپ په سپارښتونو او د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې پر بنسټ به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو کمولو ته ادامه ورکړي.
خو په ورته وخت کې زیاتوي، چې امریکا د ځواکونو له کمولو سره سره په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ته ژمنه ده او د افغان ځواکونو روزنې ته به هم ادامه ورکوي.
پنټاګون وايي امریکا هڅه کوي په ۲۰۲۱ز کال کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر صفر ته راښکته کړي خو دغه پرېکړه په حالاتو پورې تړلې ده او د افغانستان وضعیت ته په کتو به د سرتېرو د بشپړ وتلو په اړه اقدامات کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل