د کابل ښار د دارالامان په نیله باغ سیمه کې د استوګنې د ۱۴۰۰ اپارتمانونو د جوړولو پروژې د لومړي فار کار پیلولو تړون له یوه چنايي شرکت سره لاسلیک شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه تړون نن سه شنې د تلې اوله د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت او د چین هیواد 19MCC شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
په دغو مراسمو کې چې په همدې موخه په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوي و، په کې د ولسمشر مرستیالانو او په کابل کې د چین هیواد سفیر هم حضور درلود.
، یاد هوکړه لیک د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست او د چین هیواد 19MCC شرکت مدیر لاسلیک کړ.
د یاد ښارګوټي جوړولو پروژې هوکړه لیک په ۲۰۱۵ کال کې د افغان دولت او چین ولسي جمهوریت ترمنځ شوی و او لمخې یې د چین ولسي جمهوریت د استوګنې د ۱۰ زره اپارتمانونو جوړولو ژمنه کړې وه.
د ارګ خبرپاڼه وایي، د دغه اپارتمانونو له ډلې نن د استوګنې د ۱۴۰۰ اپارتمانونو جوړولو تړون چې په پنځو پوړونو کې د استوګنې ۵۶ بلاکونه دي، لاسلیک شو.
جمهورخبري آژانس:کابل