۰
برېتانوي ورځپاڼه:

طالبان د ناټو په نظامي یونیفورم کې له موټر چلوونکو پیسې اخلي

سی شنبه ۱ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۱
یوې برېتانوي ورځپاڼې د ځينو عکسو په خپرولو سره راپور ورکړی، چې طالبان د ناټو په نظامي یونیفورم کې د لویو لارو پر سر ولاړ وي او د موټر چلوونکو څخه پیسې اخلي.
طالبان د ناټو په نظامي یونیفورم کې له موټر چلوونکو پیسې اخلي
یوې برېتانوي ورځپاڼې د ځينو عکسو په خپرولو سره راپور ورکړی، چې طالبان د ناټو په نظامي یونیفورم کې د لویو لارو پر سر ولاړ وي او د موټر چلوونکو څخه پیسې اخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې میرر ورځپاڼې د طالبانو هغه عکسونه هم خپاره کړي، چې په کې طالبان په نظامي یونیوفورم کې د لویو لارو پر سر ولاړ ښکاري.

په دې راپور کې په ځانګړي ډول د کابل – کندهار د لویې لارې یادونه شوې او ویل شوي چې که موټرچلوونکي طالبانو ته پیسې ورنه کړي د دې ډلې له لوري وژل کېږي.

ورځپاڼې لیکلي طالبان د پخوا په خلاف چې غتې لنګوټې به یې پر سر وې، د ناټو ځواکونو په یونیفورم کې له مدرنو وسلو او د امریکايي پوځیانو له زغرګاډو سره پر لویو لارو ګرځي، د تلاشۍ پوستې (پاټکونه) یې جوړې کړي او له هر موټرچلوونکي پیسې غواړي.

ورځپاڼې په راپور کې ویلي، طالبان د هاموې زغرګاډو په شمول له هغو ټولو وسایلو کار اخلي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکا پوځیانو پرې ایښي دي.

وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر اوسه د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

خو د کورنیو چارو وزارت  طارق ارین جمهور خبري آژانس ته په تلېفوني خبرو کې و ویل، چې دوی به د دغه راپور تر بشپړ څېړلو وروسته د رسنیو سره معلومات شریک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي