۰
ولسمشر غني:

سوله حوصله غواړي، طالبان د اوربند وکړي، په مذاکراتو کې باید مداخله ونه شي

سی شنبه ۱ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۳
افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې اوربند ته غاړه کېږدي او نور له تاوتریخوالي لاس واخلي.
سوله حوصله غواړي، طالبان د اوربند وکړي، په مذاکراتو کې باید مداخله ونه شي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې اوربند ته غاړه کېږدي او نور له تاوتریخوالي لاس واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د وینا پر مهال و ویل، جګړه د حل لار نه ده او باید اوس مهال یو بل ومنو او په ګډه د یو موتي افغانستان لپاره هڅه وکړو.

نوموړي زیاته کړه، چې سوله د ټول افغان ولس او نړۍ غوښتنه ده، نو دې ته په کتو چې تل پاتې سولې ته ورسېږو طالبان باید اروبند ته غاړه کېږدي.

ښاغلي غني و ویل«اوربند نه یوازې د خلکو غوښتنه ده، بلکې د دین احکام دي، راځۍ چې اوربند وکړو.»

ولسمشر دا هم و ویل، چې سوله د نړۍ د ټولو خلکو او تر ټولو زیات د افغانانو بشري او اساسي حق دی خو په وینا یې تل پاتې سوله حوصله غواړي.

هغه زیاته کړه: «په تېرو اتلسو میاشتو کې له یوې ستونزمنې مرحلې او خنډونه څخه تېر شو، تاسو حوصله له لاسه مه ورکوئ،‌ هغوی له خدایه غواړي چې تاسو د مذاکرې له میز څخه ووځئ،‌ لویه او پراخه حوصله په کار ده، آیا بیا غواړی چې (دا هر څه) له سر یې پیل کړو.»

ولسمشر غني وايي، تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره باید د افغان حکومت د مرکچي پلاوي ملاتړ وشي او په مذاکراتو کې مداخله ونه شي.

د هغه په وینا د سولې په اړه ملي‌ او نړیواله اجماع موجوده ده او د افغانستان خلک او حکومت هم داسې سوله غواړي، چې په کې څلوېښت کلن تاوتریخوالی او جګړې په اساسي ‌ډول ختم شي.

ښاغلي غني هیله وښوده چې د سولې روان مذاکرات کامیاب شي او وار دمخه یې پلانونه نیولي چې څنګه طالب جنګیالي په ټولنې کې مدغم کړي.

نوموړي په افغانستان کې د طالب جنګیالیو شمېر د «۴۰زرو او ۶۰زرو» ترمنځ‌ یاد کړ ویې ویل باید د «هغوی یتیمانو ته هم رسېدګي وشي، افغان ماشوم طالب او غیر طالب نغواړي.

ولسمشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ خبرې پیل شوې، خو تر اوسه لا دواړه لوري د کړنلارې او اجنډا پر سر توافق ته نه دي رسېدلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي