۰
یوناما:

د افغان جګړې ښکېلې خواوې دې د ملکی وګړو خوندیتوب لپاره بېړني ګامونه واخلي

سی شنبه ۱ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۴۴
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په افغانستان کې د وروستیو تاوتریخوالیو له امله د ملکي وګړو په مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې ده.
د افغان جګړې ښکېلې خواوې دې د ملکی وګړو خوندیتوب لپاره بېړني ګامونه واخلي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په افغانستان کې د وروستیو تاوتریخوالیو له امله د ملکي وګړو په مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما ویلي، په دې وروستیو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله بې سارې لوړه شوې، چې دا د ژورې اندېښنې وړ ده.

دغه ادارې د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې د جګړې پر ښکېلو خواو غږ کړي، چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره بېړني ګامونه واخلي.

د یوناما په خبرپاڼه کې ویل شوي«موږ د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې زياتوالي اندېښمن کړي يو او د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتنه کوو چې په بېړني ډول د ملکي وګړو د خونديتوب لپاره ګامونه اوچت کړي او دوحه کې د سولې خبرو لپاره مناسبه فضا رامنځته کړي.»

یوناما وايي،  که څه هم د وروستيو کلونو په پرتله تاوتريخوالی يو څه کم شوی، خو د دوی موندنې ښيي چې يوازې د شنبه په ورځ په څلورو بېلابېلو پېښو کې ۲۰ ملکيان ووژل شول او ۳۹ نور ټپيان شول.

د خبرپاڼې په حواله، په وژل شوو او ټپيانو کې ښځې، هلکان او نجونې شاملې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي