د امریکا د سولې انستېتیوت کې د مرکزي اسیا د برخې مسوول سکاټ وارډن په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منخ د خبرو نړیوال ملاتړ د اهمیت وړ بللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وارډن ویلي، د سولې روانې خبرې اترې د افغانستان لپاره خورا مهم فرصت دی، چې باید ضایع نه کړی شي.
نوموړي زیاته کړې، چې دواړه لوري باید یو سیاسي جوړ جاړي ته ورسطږي او د ښځو په ګډون ټول قومي، مذهبي او سیاسي جهتونو ته ونډه ورکړل شي.
د هغه په وینا د افغانستان سوله سیمه ییز او نړیوال ملاتړ لري او امریکا وخت پر وخت هڅه کوي د سولې له ملاتړو سره په اړیکه کې شي او د دوی همکاري لا ډېره کړي.
دی وايي، د سولې په بین الافغاني خبرو کې د امریکا په ګډون هېڅ هېواد ښايي مداخله و نه کړي خو، په خبره یې د ټولو لورو مرسته له دې بهیر سره اړینه او ګټوره ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي هم په دوحه کې د افغان او طالب پلاوو ترمنځ په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل