سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د طالبانو په یوه برید کې ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو پرون یکشنبې د وږي ۳۰ مه د کندهار ولایت تخته پل ولسوالۍ کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال باکرزی وايي، د طالبانو په بریدونو کې درې پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
خو په ورته وخت کې ځینې امنیتی سرچینې وايي، دا برید یو نفوذي برید وو، چې ۷ پولیس په کې وژل شوي دي.
امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د تخته پل ولسوالۍ په ملید سیمه کې څلورو تنو نفوذي پولیسو پر خپلو همکارانو د ټوپ شپلۍ وراوړولې او ۷ تنه یې وژلي دي.
سرچیني زیاته کړه برید کونکې نفوذي پوليس له وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي او وروسته يې د پوستې ټولي وسلې او مهمات يې هم له ځان سره وړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کندهار