کابل کې ماین چاودنو څلور تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

31 سنبله 1399 ساعت 14:22

د کابل پولیس تاییدوي، چې په ښار کې دوه ماین چاودنو څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


د کابل پولیس تاییدوي، چې په ښار کې دوه ماین چاودنو څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې نن دوشنبې د وږي ۳۱ مه د کابل ښار د اتمې او پنځمې امنیتي حوزو اړوند سیمو کې رامنځ ته شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، لومړۍ چاودنه د اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د چسپکي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې یو ماشوم په کې وژل شوی دی.

د هغه په وینا دوهمه چاودنه هم د چسپکي ماین له امله د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې، چې درې تنه یې ټپیان کړي دي.
 
د دواړو چاودنو قربانیان ملکي وګړي دي، چې د امنیتي چارواکو په وینا د ترهګرو په بریدونو کې ورته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 131775

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131775/

جمهور
  https://www.jomhornews.com