۰

چین له سېلاب ځپلو سره د ۵۵۰ میلیون افغانیو په ازښت د خوراکي توکو مرسته وکړه

یکشنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۴
د چین دولت په افغانستان کې د وروستیو سېلاب ځپلو کورنیو سره د ۵۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت د خوارکي توکو مرسته وکړه.
چین له سېلاب ځپلو سره د ۵۵۰ میلیون افغانیو په ازښت د خوراکي توکو مرسته وکړه
د چین دولت په افغانستان کې د وروستیو سېلاب ځپلو کورنیو سره د ۵۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت د خوارکي توکو مرسته وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه مرسته کې غنم او وریجې شاملې دي، چې په سېلاب ځپلو ولایتونو کې به زیانمن شویو کورنیو ته ورکړل شي.

د دغه مرستو د ورکړې تړون نن یکشبنې د وږي ۳۰ مه له طبعیي پېښو سره د مبارزې وزارت د وزیر غلام بهاوالدین جیلاني او کابل کې د چین د سفیر وانګ یو تر منځ لاسلیک شو.
 
جیلاني و ویل، د دغه تړون پر اساس به چین هېواد د ۵۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت ۵۲۶۶ ټنه غنم او وریجې د طبعي پېښو له ځپل شویو کورنیو سره وشي.

د هغه په وینا دغه توکي له چین څخه افغانستان ته د رالېږدېدو په حال کې دي او تمه ده، چې د هوا تر سړېدو وړاندې د افغانستان سرحدونو ته ورسېږي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزیر زیاته کړه، چې د دغه توکو لېږد د افغانستان تر سرحدونو پورې هم د چین هېواد پر غاړه دی.

په ورته وخت کابل کې د چین سفیر وانګ یو و ویل، چې هېواد یې د افغانانو سره د ښو اړیکو پر بنسټ په راتلونکي کې هم نورو مرستو ته هم چمتو دی.

دی وايي، دولت یې د خپلو مرستو په دوام دا ځل له سېلاب ځپلو سره مرسته کوي او پر دې باور دی، چې هېوادونه باید د ستونزو پر مهال باید یو بل ته لاس ورکړي.

ده زیاته کړه، چې چین د ۲۰۱۸ کال راهیسې تر نن پورې ۲۰ میلیون ډالره مرسته له افغانستان سره کړې، چې وروستی هغه یې د ۷ میلیون ډالرو په ارزشت د ۱۱ زره خیمو او نورو توکو اخیستل و، چې افغانستان کې یې له ځپل شویو کورنیو سره وکړه.

په ورته وخت کې د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزیر جیلاني هم تاییدوي، چې چین په روان کال کې ۱۰ میلیون ډالره مرسته د طبیعي پېښو سره ځپل شویو کورنیو سره کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي