افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوی په مشرۍ بامیان ولایت ته رسېدلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ولسمشر او ورسره پلاوی نن یکشنبې د وږي ۳۰ مه بامیان ولایت ته ولاړ.
سرچینه زیاتوي، بامیانو ته د ښاغلي غني د سفر موخه د دغه ولایت عمومي وضعیت ارزول دي.
ارګ وايي، د حکومت د رهبرۍ له خوا به هلته یوه فوق العاد امنیتي غونډه هم وشي، چې ولسمشر او مرستیالان به یې هم په کې ګډون وکړي.
د سرچینې په وینا ښاغلی غني او ورسره پلاوی به د خلکو د لویې غونډې تر څنګ د یکاولنګ – دره صوف د سړک جوړولو چارې هم وګوري.
دغه راز به ولسمشر او ورسره پلاوی د بامیانو ولایت له تاریخي سیمو څخه هم لیدنه وکړي.
د یادونې ده، چې دا په تېرو شپږو کلونو کې پنځم ځل دی، چې ولسمشر غني بامیانو ولایت ته سفر کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل