۰

اکثریت امریکایان د افغانستان د سولې خبرو ملاتړ کوي

یکشنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۲
په یوه تازه سروې کې، چې د اېروایشیا ډلې بنسټ تر سره کړې راغلي، چې اکثریت امریکایان د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړي دي.
اکثریت امریکایان د افغانستان د سولې خبرو ملاتړ کوي
په یوه تازه سروې کې، چې د اېروایشیا ډلې بنسټ تر سره کړې راغلي، چې اکثریت امریکایان د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په سروې ډېری ځوانو امریکایانو ویلي، چې دوی په بهرنیو جګړو کې د امریکا له ښکېلتیا ستړي شوي او له کانګرس نه غواړي، چې نظامي لګښت کم کړي.

پدې سروې کې ۶۳ په سلو کې د جمهوري غوښتونکي د ګوند د کاندید او برحال ولسمشرډونالډ ټرمپ او ۶۱ په سلو کې د دیموکرات ګوند د کاندید جوبایډن پلویانو د سولې د خبرو ننګه کړې ده.

په سروې، کې د هغو امریکایانو شمېر هم د تېر کال په پرتله کم شوی چې ویل یې امریکایي ځواکونه دې تر هغه وخته په افغانستان کې پاتې وي تر څو یې ټول دښمنان له منځه نه وي وړي.

تیر کال ۳۰ په سلو کې امریکایانو ویلي وي وو چې امریکایي ځواکونه دې د وروستي دښمن تر ماتې په افغانستان کې پاتې وي خو سږکال دغه شمیر ۲۵ فیصدو ته راټیټ شوی.

امریکا اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۸۵۰۰ عسکر لري خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د طالبانو سره د خبرو د پیل نه وړاندې ویلي وو پلان دا دی چې د ۲۰۲۱ کال د پسرلي پورې ټول امریکایي عسکر د افغانستان نه وایستل شي.

خو په ورته وخت کې یې دا هم و ویل، چې په افغانستان کې د هېڅ امریکايي سرتېري نه پاتې کېدل په دې پوره اړه لري، چې طالبان څومره په خپلو ژمنو درېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي