افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې بشري، سرتاسري او تل پاتې اوربند ته تن ورکړي او اوربند وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني نن شنبې د وږي ۲۹ مه د پکتیا ولایت د ولایتي شورا مرستیال ایوب خان غروال وژل کېدو په اشارې ویلي، چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله نور د منلو نه ده.
نوموړي ویلي، د تاریخوالي او ترهګریزو پېښو د مخینوي، هدف ته د سولې خبرو د رسېدو او په هېواد کې د تل پاتې باغزته سولې د ټنګښت لپاره یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوي، چې بشري، سرتاسري او دایمي اوربند ته، چې د افغانستان د خلکو، حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه ده، غاړه کېږي.
ولسمشر د پکتیا د ولایتي شورا پر مرستیال ایوب خان غروال برید په کلکو ټکو غندلی او اړوند چارواکو ته یې د پېښې د هر اړخیزه څېړنې امر کړی دی.
هغه ویلي، چې د ترهګرو او ترهګرۍ پر ضد به افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه دوام ولري.
د یادونې ده، چې د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال ایوب خان غروان نن شنبې د وږي ۲۹ مه سهار مهال د پکتیا مرکز ګردیز په بلند منزلو سیمو کې د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا په ډزو و وژل شو.
ځايي چارواکي وايي، غروان له دندې د پوهنتون خوا ته روان و، چې په یاده سیمه کې ناپېژانده وسله والو پرې ډزې وکړې.
د پکتیا والي حلیم فدايي وايي، غروال په لومړي سر کې ټپي و خو وروسته یې په روغتون کې د ټپونو له امله ساه ورکړه.
جمهورخبري آژانس:کابل