۰

بلخ کې پر طالبانو خپل ماین چاودنې ۱۵ تنه وژلي

شنبی ۲۹ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۳
د هېواد په شمال کې پوځي چارواکي وايي، بلخ ولایت کې پر طالبانو خپل ماین چاودنه کړې، چې له امله یې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
بلخ کې پر طالبانو خپل ماین چاودنې ۱۵ تنه وژلي
د هېواد په شمال کې پوځي چارواکي وايي، بلخ ولایت کې پر طالبانو خپل ماین چاودنه کړې، چې له امله یې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن شنبې د وږي ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه پرون ماښام د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ د بیدو په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي، د طالبانو یو ماین جوړونکي انجینر نورو طالبانو د ماین جوړلو چل ښوده، چې پر همدې مهال ماین پرې چاودلی او د انجینر په ګډون یې ۱۵ وسله وال طالبان وژلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي