۰

د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال په وسله وال برید کې وژل شوی

شنبی ۲۹ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۳
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د پکتیا ولایت د ولایتی شورا مرستیال ایوب غروال په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال په وسله وال برید کې وژل شوی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د پکتیا ولایت د ولایتی شورا مرستیال ایوب غروال په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولایتي شورا مرستیال ایوب غروال نن شنبې د وږي ۲۹ مه د مرکز ګردېز ښار د بلند منزول په سیمه کې وژل شوی دی.

د پکتیا والي حلیم فدايي وايي، ایوب غروال د پوهنتون پر لور روان و، چې د بلند منزلو په سیمه کې نامعلومه وسله والو کسانو پرې ډزې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په ډزو کې ایوب غروال لومړی ټپي شوی وو چې وروسته یې په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د پکتیا د ولایتي شورا رییس عبدالمالک مجاهد هم وايي، چې مرستیال یې ایوب غروان نن سهار په ګردېز کې د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی او نه یې هم چارواکو پړه پر چا اچولې.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي