۰

دوحه کې د سولې خبرې: نن دواړه لوري د مخالفتونو پر هواري خبرې کړي

شنبی ۲۹ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۳
په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ د سولې خبرې دوام لري او ټاکل شوې نن دواړه لوري د مخالفتونو د هواري په اړه خبرې وکړي.
دوحه کې د سولې خبرې: نن دواړه لوري د مخالفتونو پر هواري خبرې کړي
په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ د سولې خبرې دوام لري او ټاکل شوې نن دواړه لوري د مخالفتونو د هواري په اړه خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړه لوري وایي، هڅه کېږي، چې نن شنبې د وږي ۳۰ مه د دواړه اړخیزو مخالفتونو د هواري په اړه بحثونه یوې وروستۍ پایلې ته ورسېږي.

د دوی په وینا تر اوسه په خبرو کې یو څه پرمختګ شوی دی، خو لا هم په ځینو تخنیکي مسایلو مخالفتونه شته، چې تر اوسه یې پر رسمي اجنډا د خبرو مخه نیولې ده.

د افغان حکومت د مرکچي پلاوی غړې فوزیه کوفي هم تایید کړه، چې ځینې مسایل لار وروستي شوي نه دي.

نوموړې زیاته کړه، چې په تېرو څو ورځو کې مذاکره کوونکي ټیمونو کاري ډلو تر ډېره د کاري اصولو په اړه چې د خبرو بنسټ جوړوي بحث کړی دی.

د هغې په وینا د دغه بحثونو په ځینو برخو کې مسایل وروستي شوي، خو په ځينو کې لا هم وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

تر اوسه په دې اړه جزیات نه دي ورکړل شوي، چې مخالفتونه پر څه دي، خو داسې ښکاري، چې افغان پلاوی لومړی د اوربند په اړه خبرې کول غواړي او طالب لوری بیا د نظام پر جوړښت او د جګړې پر عواملو.

باید و ویل شي، چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې له تېرې اوونۍ راهیسې روانې دي.

دواړه لوري وایي، تر دې دمه خبرې په یوه ښه او د صمیمیت په فضا کې مخ ته ځي او تمه ده، چې ستونزو ته حل لار پیدا کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي