۰
د ولسمشر دوهم مرستیال:

ډېر ژر به د مس عینک پروژې برخلیک معلوم شي

پنجشنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۰
د ولسمشر غنی دوهم مرستیال سرور دانش وايي، ډېر ژر به لوګر ولایت کې د مس عینک پروژې برخلیک معلوم شي.
ډېر ژر به د مس عینک پروژې برخلیک معلوم شي
د ولسمشر غنی دوهم مرستیال سرور دانش وايي، ډېر ژر به لوګر ولایت کې د مس عینک پروژې برخلیک معلوم شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د وږي ۲۶ مه د خصوصي سکتور د مسوونیت کمېټې په غونډه کې وکړې.

نوموړي و ویل، چې د مس عینک پروزې اوسنۍ وضعیت او د هغې د برخلیک په اړه تصمیم نیونه د قراردادي شرکتونو له استازو سره څېړل شوې ده.

په دغه غونده کې د کانونو او پېټرولیم وزیر هم راپور وړاندې کړ ویې ویل، چې د دغه پروژې د ستونزو د حل په موخه یې تر اوسه دوه ځلې له چین سره ناستې کړې دي.

دی وايي، ټاکل شوې ډېر ژر به د مس عینک پروژې د برخلیک معلومولو لپاره د قراردادي شرکت سره هم غونډه وشي او په اړه به یې تصمیم ونیول شي.
 
ښاغلي داش د مس عینک پروژه د هېواد یو له سترو او مهمو پروژ وبلله او اړوند وزارت ته یې سپارښتنه وکړه، چې ژر تر ژره له قراردادي شرکت سره په دې موضوع یوې نتیجې ته ورسېږي.

د یادونې ده، چې د لوګر د مس عینک کان د را سپړو تړون په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د ام سي سي په نوم چنايي شرکت او د افغانستان د کانونو وزارت تر منځ لاسلیک شو، خو عملي کار یې لا هم نه دی پیل شوی.

د کانونو او پېټرولیم وزارت وايي، د دغه کان د عملي کار د تاریخي اثاو د موجودیت له امله نه دی پیل شوی او تر چې دغه تاریخي اثار بل ځای ته لېږدول شوي نه وي، عملي کار به یې پیل نه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي