۰
خلیلزاد:

له افغان سولې سره د سیمې هېوادونو او قدرتونو همکاري خورا مهمه ده

پنجشنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۲
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د افغان سولې د بریا لپاره د سیمه ییزو هېوادونو او قدرتونو همکاري خورا اړینه ده.
له افغان سولې سره د سیمې هېوادونو او قدرتونو همکاري خورا مهمه ده
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د افغان سولې د بریا لپاره د سیمه ییزو هېوادونو او قدرتونو همکاري خورا اړینه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد چې د افغان سولې په تړاو هند ته تللی او هندي چاروکو سره یې خبرې کړې په تازه مرکه کې ټینګار کړي، چې نړیوال باید د افغان سولې له روانې پروسې سره پوره همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې هند ته یې د سفر موخه دا وه چې د افغان سولې په برخه کې ددغه هېواد اندېښنې کمې کړي او د روان بهیر په اړه معلومات ورکړي.

خلیلزاد ټینګار کړي، چې له افغان سولې سره د سیمه ییزو هېوادونو او قدرتونو همکاري خورا مهمه ده او امریکا له ټولو اړخونو سره خبرې کوي څو د سولې له روان بهیر ملاتړ وکړي.

د هغه په وینا د ټولو هدف دا دی چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي، نو ټولو ته په کار ده چې دغه ګډ هدف ته د رسېدو لپاره هڅه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي