سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې د یوې مېرمنې، چې په ډېره بې رحمۍ سره وژل شوې، مړی موندل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه مېرمنې جسد پرون چهارشنبې د وږي ۲۶ مه د کندهار ښار د ۱۱ حوزې اړوند عینو مېنه کې موندل شوی دی.
د کندهار چارواکي وايي، دغه ښځه د هر ډول انساني کراماتو خلاف په ډېره بې رحمۍ سره وژل شوې، چې تر اوسه یې هویت او د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل نه دی معلوم.
د کندهار والي حیات الله حیات امنیتي مسوولینو امنیتي مسوولینو ته جدي سپارښتنه کړې، چې په دې اړه ژورې پلټنې وکړي، تر څو د قتل عاملین ونیول شي.
تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا او یا کومې ډلې نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کندهار