د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي تداراکاتو کمېسیون د اوبو لګولو د ۱۵ بندونو او زېرمو د طرحې، ډیزاین او جوړولو په ګډون ۴۲ تدارکاتي موارد منظور کړل.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، په دې اړه پرون سه شنبې د وږې ۲۵ مه جوړه شوې غونډه کې د ورکړې، فسخې او تعدیل او د لارښوونو او یادښتونو د غوښتنې په ګډون پر۴۸ تدارکاتي مواردو بحث وشو.
سرچینه وايي، په پایله کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې اړوند د افغانستان په مختلفو برخو کې د ۱۵ اوبو لګولو بندونو او زېرمو د طرحې، ډیزاین او جوړولو په ګډون ۴۲ موارد منظور شول.
د افغانستان برښنا شرکت اړوند په هرات ولایت کې پُل هاشمي سب سټېشن ته د نورالجهاد ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا مزي د لېږد تهیې، تدارک، ډيزاین، نصب، ازموینې او ترسره کولو تړون غوښتنه او د عامې روغتیا وزارت اړوند د توبرکلوز ملي برنامې اړتیا وړ جین اکسپرټ ماشینونو د ۵۰ زره کارټریج پروژې قرارداد د لا زیاتو ارزونو په موخه بېرته ور وګرځول شول.
د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې د لارښوونو، یادښتونو او د مختلفو تدارکاتي موضوعاتو له هغې ډلې د هغو شرکتونو د پیسو د ورکړې په تړاوو چې د کابینې د پرېکړې پر اساس یې د ولسي جرګې د قانون د تطبیق د څارنې او مرکزي تفتیش کمېسیون ورکړه ودرولې، لازم تصمیمونه ونیول او اړوندو بنسټونو ته یې لارښوونه وکړه.
په همدې ترتیب د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې، د افغانستان بانک اړوند د ۳۸۰ میلیونه نویو بانکنوټونو د چاپ پروژې د قرارداد د مودې غځولو په ګډون د یو شمېر نورو تړونونو غځولو او د سالنګ تونل او لویې لارې د مطالعاتو او ډيزاین پروژې د وخت تمدید، منظور کړل.
په دې غونډه کې د کمېسیون پر غړو سربېره د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.
جمهورخبري آژانس:کابل