۰
سټار انډ سټرایپز:

امریکا په افغانستان کې د سیاسي نفوذ په لټه کې ده

چهارشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۴
سټار انډ سټرایپز نشریې په خپل یوه تازه راپور کې وايي، امریکا غواړي د نظامي حضور پر ځای په افغانستان کې سیاسي نفوذ پراخ کړي.
امریکا په افغانستان کې د سیاسي نفوذ په لټه کې ده
سټار انډ سټرایپز نشریې په خپل یوه تازه راپور کې وايي، امریکا غواړي د نظامي حضور پر ځای په افغانستان کې سیاسي نفوذ پراخ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نشریې لیکلي، اکثریت امریکایان له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي نو امریکايي حکومت هم غواړي چې د نظامي حضور پر ځای د سیاسي نفوذ د پراختیا له لارې په افغانستان کې خپلې موخې وپالي.

په راپور کې د یوې نظر پوښتنې پر بنسټ ویل شوي کابو ۶۲ سلنه امریکایان په افغانستان کې د امریکا د نظامي حضور مخالف، د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې ملاتړي او له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو پلویان دي.

نشریه لیکلي، یوازې پنځلس سلنه امریکایانو ویلي چې امریکايي عسکر دې د ترهګرو تر ختمولو پورې په افغانستان کې وي.

دغه راز په دې نظر پوښتنه کې امریکايي وګړو غوښتنه کړې، چې امریکا دې په نوو جګړو کې ځان نه ښکېلوي او د ایران ستونزه دې هم د خبرو له لارې حل کړي.

دا راپور پر داسې مهال خپرېږي، چې وړمه ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، چې د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې پر اساس به د راتلونکي میلادي کار تر لومړیو پورې ټول امریکايي سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي