په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ په لومړنۍ ناسته کې د کړنلارې او طرالعمل په اکثره مواردو توافق شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه پلاویو تر منځ لومړۍ ناسته پرون سه شنبې د وږي ۲۵ مه په ځايي وخت مازیګر څلور نیمې بجې شوې ده.
د دواړو پلاویو ویاندویانو نادر نادري او ډاکتر محمد نعیم وردګ پر ټوېټر تایید کړې، چې پرون لومړنۍ مخامخ ناسته وشوه، چې د پلاویو ټولو غړو په کې ګډون درلود.
دواړه لوري لیکلي، چې په لومړنۍ ناسته کې د کړنلارې او طرزالعمل په نېږدې ټولو مواردو توافق شوی او کمه برخه یې پاتې ده.
نادر نادري او نعیم وردګ زیاته کړې، چې په دغه ناسته کې د دواړو ټیمونو مشرانو ویناوې او سپارښتنه وکړه، هر کله چې د تماس ډلو د ناستو کړنلاره او مهال وېښ نهايي کړ، تر هغې وروسته به د مذاکراتو د اجنډا په اړه ناسته تر سره شي.
دوی وایي، په دغه ناسته کې د دواړو ټیمونو لخوا دوه-دوه کسان د ارتباط او تماس لپاره وټاکل شول او دواړو خواوو په راتلونکو ناستو کې د خبرو پر مهال د زغم او تحمل سپارښتنه وکړه.
د راپورونو له مخې سلام رحيمي د حکومت له خوا او نعيم وردګ د طالبانو له لوري د تماس ډلې مشران اعلان شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل