د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د سولې لپاره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو د پیل هرکلی کړی خو وايي، دغه مذاکراتو کې باید پر بشري حقونو معامله ونه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان وايي، سوله د افغانانو لپاره غوره فرصت دی، خو د سولې په مذاکراتو کې ډېر موارد دي، چې د معاملې وړ نه دي.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویاندې اینډریا پراسو وايي، د سولې په خبرو کې د بشري حقونو ساتل باید د بحث تر ټولو مهمه موضوع وي.
نوموړې ټینګار د ښځو پر حقونو د ټینګار تر څنګ ویلي، د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی باید په دې خبرو کې د بشري حقونو له ټولو مواردو کلکه دفاع وکړي.
هغه وايي، په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د شل کلونو لاس ته راوړنو له ډلې یو هم د ښځو د حقونو خوندي کول و او اوس هم باید په مذاکراتو کې ددې حقونو پر خوندیتوب ټینګار وشي.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان مسوولین دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې نن سه شنبې د وږي ۲۵ مه قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د پلایو تر منځ لومړنۍ عمومي غونډه تر سره شي.
دواړه لوري وايي، د ناسې او خبرو پر اجندا، کړنلاره او مهال وېش یې خبرې کړې او نن به یې په عمومي غونده کې ورباندې بحث وکړي.
تر اوسه دا معلومه نه ده، چې د خبرو اجنډا څه ده، خو وړاندې افغان حکومت، نړیوالو او شمېر هېوادونو ټینګار درولود، چې په خبرو کې لومړی باید په اوربند خبرې وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل