۰

د حکومت او طالبانو مذاکراتی ټیمونه به خپل لومړۍ غونډه نن تر سره کړي

سی شنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۶
د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ګډه کاري کمېټه په دې سلا شوې، چې د سولې د مذاکراتو لومړنۍ غونډه نن سه شنبې د وږي ۲۵ مه تر سره کړي.
د حکومت او طالبانو مذاکراتی ټیمونه به خپل لومړۍ غونډه نن تر سره کړي
 د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ګډه کاري کمېټه په دې سلا شوې، چې د سولې د مذاکراتو لومړنۍ غونډه نن سه شنبې د وږي ۲۵ مه تر سره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې وه، لومړی ناسته پرون دوشنبې تر سره شوې وای، خو د ځینو تخنیکي ستونزو له امله ځنډول شوې وه.

اوس دواړه لوري تاییدوي، چې ګډې کاري کمېتې تېره شپه ناسته کړې او په دغه ناسته کې پر اجنډا، کړنلارې، مهال وېش او مذاکراتي ظوابطو سلا شوې دي.

د افغان حکومت د مرکچي پلاوی ویاند نادر نادري وايي، د تماس ډلې تېره شپه غونده کړې د کاري اصولو او طرزالعمل په اړه تفصیلي خبرې وکړې او د عمومي غونډې لپاره چې نن به ترسره شي چمتوالی وښوده.

په ورته وخت په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردګ هم تاییدوي، چې کاري کمېټې تېره شپه غونډه کړې ده.

نوموړي هم ویلي، چې د تماس کمېټو په پرونۍ غونده کې د کار پر څرنګوالي او د خبرو په مهال وېش باندې بحث وکړ او پر دې سلا شول، چې د سه شنبې په ورځ عمومي غونډه وکړي.

که څه هم دواړه لوري تاییدوي، چې پرون د اجنډا او کړنلارې په اړه غږېدلي او نن به خپله لومړنۍ عمومي غونډه تر سره کړي، خو دا یې نه ده څرګنده کړې، چې د نن د خبرو اصلي اجندا لومړی کومه موضوع ده.

دواړه لوري وايي، تر اوسه مرکچیان په ښه تفاهم او یو د بل منلو په روحیې پر مخ روان دي خو لا هم ژورو بحثونو ته نه دي داخل شوي.

د یادونې ده، چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې بین الافغاني خبرې د تېرې شنبې وږي ۲۲ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي