۰

ملي امنیت شورا د لویو لارو د امنیت لپاره نوي تصامیم نیولي دي

دوشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۴
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، لوړ پوړو امنیتي چارواکو د لویو لارو د امنیت په اړه خبرې اترې کړې او د نویو پلاونو څخه یې خبر ورکړی دی.
ملي امنیت شورا د لویو لارو د امنیت لپاره نوي تصامیم نیولي دي
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، لوړ پوړو امنیتي چارواکو د لویو لارو د امنیت په اړه خبرې اترې کړې او د نویو پلاونو څخه یې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه اوونیزه ناسته کې عمومي امنیت وضعیت او دغه راز په هېواد کې احتمالي ګواښونه څېړل شوي دي.

د ملي امنیت شورا دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه ناسته کې د لویو لارو د امنیتي ستانې لپاره پر ګټورو پلانونو خبرې وشوې او د راتلونکي لپاره یې تصامیم ونیول.

په ورته وخت کې د علماوو د امنیت او مصوونیت کمټې هم خپله دوهمه کاري ناسته وکړه، چې د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ وه.

دغه ناسته کې هم د امنیتي بنسټو له خوا پر دې بحث شوی، چې په څه ډول کېدای شي د دیني علماوو امنیت خوندي شي.

د ملي امنیت سلاکار د امنیتي بنسټونو له خوا د مولوی ایاز نیازي او مولوي عزیرالله مفلح د شهیدانولو د اصلي طراح پر نیولو خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ، چې امنیتي بنسټونه به د علماوو امنیت ته لا جدي پاملرنه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي